ایکناخبری اژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ، د پاکستان دهوائي شرکت (پي آئي اې ) عمومی مدیر ارشد ملک په اسلام اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت له سفیر سید محمد علی حسیني سره په کتنې کې دایران مشهد مقدس ښار ته د پاکستان د اقتصادي زړه په توګه له کراچۍ د مستقیمو الوتونو د نوی پروګرام د پیلولو خبر ورکړ .
ارشد ملک په دغې کتنې کې ووئيل و مشهد ته د پي آئي اې شرکت مستقیم الوتونه به د ۲۰۲۱کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې پيل شي .
دواړو لورو په دغې کتنې کې د الوتنې په حوزې او دغه راز د ولسی ارتباطاتو په پیاوړي کولو کې د ایران او پاکستان د دوو اړخیزو اړیکو په ارزونې سره د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ پر زیاتولو موافقه کړې ده .
همدااوس د ایران د اسلامی جمهوریت ؛هما؛ الوتکه په اونۍ کې له تهرانه کراچۍ ته او باالعکس الوتونه ترسره کوي او همداراز له تهران او مشهده د پاکستان لاهور ښار ته هم د ماهان هوائي شرکت د الوتونو دپروګرام دبیرته پیلیدا خبرې هم آوریدل کیږي .